د یرغلګرو له برکته ۲ برخه
الجـــــــهاد فی سبیل الله
د یرغلګرو له برکته ۲ برخه
ساعت 12:4 | بازدید : 695 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

لیکوال: محمود احمد بـــــرخه: نوري مقالې

له دې خبري انکار نشي کېدای چې د یرغلګرو له راتګ سره په افغانستان کې په دیارلسو کلنو کې د رسنیو شمېره له توقع نه ډېره زیاته شوه، د سیما CIMA (Centrefor Internatioal Media Assistance)د تازه خپاره شوي راپور لمخي په افغانستان کې تر دې دمه ۷۵ټي وي چېنلونه، ۱۷۵ایف ایم رادیوګاني او په سلګونو چاپي رسنۍ په کار لوېدلي دي. د دې خبري په تائید سره انګلیسي ورځ پاڼي Daily OutlookAfghanistan د رسنیو په اړه په خپل راپور کې لیکي چې په افغانستان کې د رسنیو پرمختګ په دومره کمه موده کې د ډېرو هیوادونو په پرتله حیرانونکی دی.

رسنۍ د ننۍ موډرنې نړۍ په چارو کې ډېره پراخه ونډه لري، ویل کیږي چې کله اردو د یوځای له نیولو څخه بې بسه شي هغه ځای رسنۍ په ډېره اسانۍ سره قبضه کولی شي ځکه چې اردو یوازي په زمیني جګړه کې بری موندلی شي خو له بلي خوا رسنۍ فکري عقیدوي او کلتوري جګړه ډېره په اسانی سره ګټلی شي. همدا لامل دی چې یرغلګرو په افغانستان کې تر بل هر څه د رسنیو له لاري ډېري هلي ځلي کوي. لکه څنګه چې د سیما راپور زیاتوي چې ډېري رسنۍ دم ګړی لا د امریکا په مالي مرسته چلیږي.

زیاتره رسنۍ داسي برنامې خپروي چې د افغانستان له خلګو سره هیڅ عقېدوي او کلتوري تړاو نه لري. د بېلګي په توګه د طلوع تلوېزون د افغان ستوري(AfghanStar) او د هند د ډرامو سریالونه، د لمر تلوېزون د هند د ډرامو سریالونه او د اریانا تلوېزون د ستاره رنګین(Color Star) برنامې په پراخه کچه په نوي نسل کې مقبولي شوې چې اغیزي یې په ځوانانو او په ټولنه له ورایه څرګندي دي. لدې سره سره د ترکي ډرامو سریالونه په ډېره پراخه کچه په نوي کهول کي کتل کیږي، له همدې امله په کابل کې د طلاق شرحه تر لمخه ډېره زیاته شوېده. په عامو خلګو کې د تفریح شوق له اړتیا زیات ډېر شوی دی، تر ټولو بده خبره خو له دا ده چې ډمتوب ته یې د هنر نوم ورکړ، او هغه کار چې مخکي به افغانانو کې شرم ګڼل کېده وس د رسنیو له امله یې نوي ځوانان د ځان لپاره افتخار بولي.

همدارنګه د نکاح تصور بې اهمیته کول او په ځای یې د لوېدیځ ګرل فرائنډ(Girl Friend) غوندي غیر شرعي،فحش راوج خورول. خلګ د معنویت په ځای مادیت ته رابلل، یعني د خلګو په ‍‍‌ذهنو کې د ګاډي، کور او... اهمیت دومره حد ته ډېرول چې په ټولنه یې نوري هم بدي اغیزي پاته شي،د ځوانانو په ذهن کې مشران او د هغوی رایي ته په درنښت نه کتل او په فکر کې دا ناروغي ورپیدا کول چې موږ په هرڅه پوهیږو او د مشرانو وس وخت تېر شوی دی وس یې رایي او نظر ته هیڅ اړتیا نه لیدل کیږي. د خلګو په ذهن کې دیني تصورات په ورو ورو بې اهمیته کول او هغوی ته په سپک نظر کتل لکه ملا، عالم، پګړۍ، ږیره .......

د زیاتره چېنلونو مالي مرسته د داسي ادارو او خلګو له لوري تر سره کیږي چې د افغانستان له خلګو سره یې عقیدوي او کلتوري اختلاف له ورایه څرګندیږي. د بېلګي په توګه طلوع تلوېزون، لمر تلوېزون، فارسي۱تلوېزون او ارمان ایف ایم،ارکوزی ایف ایم مالک موبي ټولنه (Moby Group) ده چې مالي مرسته يې د ایران محسیني کورنی له لوري کیږي. اریانا تلوېزون د امریکایانو او افغانانو لخوا په ګډه چلول کیږي. خراسان تلوېزون خو لا خپروني له امریکا کوي.

ایا دومره ډېرو تلویزوني چېنلونو ته اړتیا شته؟ ایا په افغاني ټولنه یې تر وسه مثبتي اغیزي ډېري دي که منفي؟ ایا تفریحي برنامو ته له اړتیا نه زیاته توجه کول ډېره اړینه ده؟ ایا موجوده رسنۍ د افغاني ټولني عقېدوي او کلتوري اصولو ته وده ورکوي او که بالعکس د بدلولو هڅه یې کوي؟



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 133
بازدید دیروز : 2326
بازدید هفته : 2459
بازدید ماه : 5335
بازدید کل : 98956
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 133
:: باردید دیروز : 2326
:: بازدید هفته : 2459
:: بازدید ماه : 5335
:: بازدید سال : 10313
:: بازدید کلی : 98956